عاجل خبرونه

په کندز کې خلک د پوځي عملياتو په ټكنيتوب انديښمن دي

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2015)

jangalbag

كه څه هم د كندز له جگړې درې اوونۍ تېريږي؛ خو تراوسه هم ښار ته په نږدې سيمو كې نښتې دوام لري.

د كندز ولايتي شورا مسوولين او يو شمېرعام اوسيدونكي په دغه ولايت كې د پوځي عملياتو په ټكنيتوب انديښمن دي.

د ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي،وسله والو مخالفينو ډېرمهمات ترلاسه كړي او ښايي طالبان بېرته پر ښار بريد وكړي.

واكسپاپ    

د كندز اوسيدونكى محمد نعيم وايي، طالبان د ښار په څنډو كې فعال حضور لري او بايد وځپل شي.

د كندز ولايت سرپرست حمد الله دانشي وايي، كندز ښار په بشپړه توگه له ترهگرو پاك شوى؛ خو د لويې لارې په اوږدو، د ښار په څنډو او كليو كې وسلوال مخالفين شته.

د كندز امنيه قوماندان محمد قسيم جنگل باغ وايي، د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عمليات دوام لري.

كه څه هم په كندزكې د خلكو ژوند عادي شوى؛ خو له دې ښاره بې ځايه شوې كورنې اوس هم په لويو لارو کې د امنيت له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، د بېرته راتگ په چارو كې له ستونزو سره مخ دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …