عاجل خبرونه

په کاسا زر پروژه کې افغانستان ته برښنا نه ورکول کیږي

(Last Updated On: نوومبر 24, 2016)

vlcsnap-2016-11-24-15h57m47s961-300x202په کاسا زر پروژه کې پتېل شوې، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو زر میګاواته وارداتي برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولیږدول شي. د مخکیني پلان له مخې په پام کې وه، چې افغانستان ته هم په دې پروژه کې درې سوه میګاواته برښنا ورسیږي؛ خو اوس د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین په دې پلان کې د بدلون خبره کوي. دوي وایي، په مخکیني پلان کې افغانستان ته درې سوه میګاواته برښنا او د برښنا د تصفیې یوه دستګاه په پام کې نیول شوې وه؛ خو افغانستان اوس دا دواړه امتیازونه له لاسه ورکوي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین  یې علت اقتصادي ستونزې بولي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال بدالبصیر عظیمي وایي، مونږ هغه کنورتر، چې  باید په پلخمري کې جوړ شوی وای؛  د لوړ قیمت له کبله نشو را نیولي. اوس يي بدیل رانیسو، چې بک توبک نومیږي او هغه برښنا، چې باید له دې  پروژې  څخه افغانستان ته ورکړ شوې وای، هغه هم   پاکستان ته ترانزیت کوو او مونږ به نوره برښنا له ترکمنستان څخه وارده کړو.

د صنعت کارانو ټولنه د حکومت پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وایي، چې دغه پرېکړه د پاکستان  د فشار پایله ده.

دوی په ډاګه کړې؛ په پام کې وه، چې په دې  درې سوه میګاواته برښنا سلګونه فابریکې چلیدلې وای او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شوې وای.

د صنعتکارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی د صنعتکارانو ټولنې مرستیال وایي، مونږ د انرژۍ  او اوبو وزارت دغه کار غندو. زمونږ لسګونه فابریکې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اړوند برښنا ته په تمه دي. دوي باید هغه حقوق، چې په دې پروژه کې افغانستان درلوده په پوره ډول سره وا خلي. که داسې ونه شي؛ نو  دا بیا د دې ملت په حق کې لوی خیانت دی.

د کاسا زر پروژې کار په روان کال کې پرانیستل شو؛  د قزاقستان او تاجکستان برښنا پاکستان ته  د افغانستان له لارې لیږدول کیږي او کار به د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې  بشپړ شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

طالبانو د غزني په جاغوري کې پرمختللې وسلې کارولي- محقق

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) د اجرايي ریاست دوه یم مرستیال وايي، چې وسلوالو …