په کابل کې د ۷۹۱ میلیون دالرو پر ارزښت د مرستې هوکړه وشوه

(Last Updated On: اکتوبر 24, 2016)

vlcsnap-2016-10-24-15h26m40s216

د امریکا د متحداه ایلاتو د  پرمختیایي ادارې له ماليي وزارت سره  نږ دې ۷۹۱ میلیون امریکايي دالرو پر ارزښت د مرستو هو کړه لیک لاسلیک کړ.

د ماليي وزارت په ډاګه کړې، چې په دغه پیسو به د افغانستان د حکومت  پر  اساسي  برخو ؛ روغتیا، ښه حکومتوالي، تحصیلات او پرمختیایي پروګرامونو ولګول شي.

د ماليي وزیر اکلیل حکیمي وايي،  د دغه پیسو څخه به ۳۳۷ میلیون دالر پر پراختیايي  پروژو،۱۸۰ میلیو ن دالر د خصو صی سکتور پر وده او پرا ختیا،۶۵ میلیون به پر ښه حکومتوا لۍ او ۲۱۵ میلیون پاتي به يی  پر روغتیا، پوهنه، لوړو زدکړو، کرني او تولیداتو ولګول شي.

هغه زیاتوي، د د غو پیسو ۵۰ سلنه به يي د دولت د بو دجي له لارې  ولګیږي او پاتي نوري به يي د بهرنیو مرستندو یه مو سسو له لاري ولګول شي.

د نوموړي په وینا؛دغه مرستي به  تر څلور کلو نو روانې وي، چې له شکه پرته به زمونږ پر اقتصاد او نورو پروګرامونو ډېره مثبه اغېزه ولري.

په کابل کي  د امریکا د پرمختیايي ادارې رییس هیربي سمیت وايي، چې هېواد او خلک يي له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د غه مرستي يی ښه بېلګه کیدا شي.

نوموړی زیاتوي، مونږ به خپله مرسته په افغانستان کې د سولي او ثبات، ښه حکومتوالۍ، د میرمنو د حقونو تامین او د کرني او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې جاري ساتو.

د یادونې وړ ده، چې دغه مرستي له افغانستان سره د امریکا  د خلکو  د همکاریو د دوام  په معنا دي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …