په کابل کې د دولتي مطبعې کارکوونکي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

(Last Updated On: جنوري 30, 2017)

vlcsnap-2017-01-30-17h09m37s145

په کابل کې د آزادۍ مطبعې پر کارکوونکیو د بیات بنیاد لخوا د ژمي مرستې ووېشل شوې.

د بیات بنیاد لوی مشر وايي، په دې مرسته کې خوراکي توکي، البسه،  کمبلې او د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ ځواکمن خواړه شامل دي، چې د هېواد په اړمنو ولایتونو کې د دغو مرستو د وېش بهیر  روان دی.

د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات زیاتوي، چې د دې مرستو خوراکي توکي د یوې کورنۍ د دوه میاشتو اړتیاوې پوره کوي.

د ازادۍ مطبعې ريیس د بیات بنیاد له دغو مرستو مننه وکړه، چې په وینا يې د ژمي په دې ساړه موسم کې یې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

د آزادۍ مطبعې ريیس ضیا بومیا وايي، چې د دغې مطبعې مامورین جدي مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا؛ د بیات بنیاد مرستې په داسې حال کې پر مامورینو ووېشل شوې، چې هر یو یې دغو مرستو ته جدي اړتیا درلوده.

هغو مامورینو، چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي، له بیات بنیاد څخه یې مننه وکړه.

بیات بنیاد له څو کلونو راهیسې د آزادۍ مطبعې له مامورینو سره مرسته کوي.

د بیات بنیاد لوی مشر په راتلونکې کې هم د دغې مطبعې له کار کوونکیو سره د ژمنیو او اړتیا وړ نورو مرستو د ترسره کولو ژمنه هم وکړه.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …