په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ نندارتون پرانستل شو

(Last Updated On: February 17, 2015 6:48 pm)

EXIHIBATION _17_02_2015_DARI_SOT.avi_snapshot_00.40_[2015.02.17_17.37.35]

د ولسمشر دویم مرستیال وایي؛ افغانستان د ملي او نړیوالو پانګولو لپاره ښه ځای دی او زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د ښې پانګونې لپاره شرایط برابرکړي.

په همدې حال کې د ایران د اجرایې ریاست مرستیال وایې؛ ایران چمتو ده چې په افغانستان کې په بیلا بیلو برخو کې پانګونه وکړې.

یادې څرګندونې نن په کابل کې د ایران او افغانستان دویم ګډ نندارتون د په نندارتون کې وشوې.

په دي نندارتون کې د ایران او افغانستان څه دپاسه سلو تولیدي شرکتونو ګډون کړي و چې له دې ډلې څلور اتیا غرفې د ایرانې شرکتونو او پاتې ۱۷ غرفې هم افغانې تولیداتو ته ځانکړې شوې وې.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش د دې نندارتون پرانیسته مهم ګڼې او وایي چې اقتصادي پیاوړتیا د ملې یووالي د حکومت د کارونو په لومړیتوب کې دی.

په همدې حال کې د ایران د ولسمشر اجرایې مرستیال محمد شریعت مداري وایي چې د دې نندارتون پرانسته کولای شي د ایراني او افغاني سوداګرو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړي کړي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکې وایې افغانستان د ایرانې تولیداتو د پلور لپاره مناسب مارکیت دی.

ویل کیږي دا نندارتون به څلور ورځې دوام ومومي. په دي نندارتون کې ساختماني مواد، زعفران، ارایشي مواد، روغتیایې، طبې وسایل، صنعت او انرژی نندارې ته ایښودل شوي دي. د افغانستان او ایران لومړی نندارتون په ۱۳۹۱ کال کې پرانیستل شوي و.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …