عاجل خبرونه

په پکتیکا کې یو مهم پاکستانی ترهګر وژل شوی

(Last Updated On: October 10, 2016)

files

یو پاکستانی ترهګر، چې په مهمو تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود، د افغان او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

د اسوشیتید پریس خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې پولیس چارواکو او د طالبانو قومندانانو د یکشنبې په ورځ په ډاګه کړې؛په هغو شپنیو عملیاتو کې، چې په پکتیکا ولایت کې پیل شوي وه او د یکشنبې په سهار پای ته ورسیدل، قاري اجمل ووژل شو.

پر قاري اجمل تور و، چې د پاکستان په لاهور ښار کې یې د سریلانکا د کرکت ملي لوبډلې پر لوبغاړیو  په برید  کې یې لاس درلود.

په دوه زره نهم کال د سریلانکا پر کرکت لوبډلې په برید کې شپږ پولیس وژل شوي وه او اووه لوبغاړي ژوبل ول.

له دې پېښې  وروسته پاکستان ته د نړۍ سپورتي لوبډلې له سفر کولو منع شول.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ریاست جنجالي رایې ته د بیا رای اچونې پرېکړه وکړه

(Last Updated On: June 17, 2019)د ولسي جرګې غړیو د سې شنبې پر ورځ( د …