عاجل خبرونه

په پکتیکا ولایت کې پاکستانيو تاسیساتو جوړولو خلک اندېښمن کړي

(Last Updated On: January 24, 2016 12:10 pm)

vlcsnap-2016-01-24-11h52m06s188د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انگور اډه کې د پاکستانيو تاسیساتو جوړولو؛ د سیمې عام خلک او په ولسي جرگه کې د دې ولایت استازی اندېښمن کړي دي.

دوی وایي، پاکستانيو پوځیانو له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د ډیورند د کرښې پر اوږدو د تاسیساتو جوړول پیل کړي وه او اوس مهال یې په انگور اډه کې بنسټیزه دروازه جوړه کړې ده.

په ولسي جرگه کې د پکتیکا استازی نادر خان کتوازی وایي، چې د سیمو قومونو ډېر ځله د دغو هڅو مخه ونیوله؛ خو په دې اړه یې د دولت مرسته تر لاسه نه کړه.

د نوموړي په وینا؛ د حکومت د نه پاملرنې له کبله د دیورند کرښه په ځای پاتې نه شوه او د انگور اډې زیاته برخه پاکستانیو پوځیانو لاندې کړه.

د یادونې وړه ده، چې پاکستانیو پوځیانو د هېواد په ختیځ کې هم ورته پرمختگ کړی؛ خو افغان حکومت پرې چوپتیا غوره گڼلې ده.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …