عاجل خبرونه

په پروان ولایت کې له افغان ځواکونو سره د یو جهادي قومندان جگړه پای ته ورسیده

(Last Updated On: June 29, 2015)

PAR

په پروان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او د یو پخواني جهادي قومندان جان احمد تر منځ جگړه پای ته ورسیده.

په سیمه کې د جگړې شاهدان وایي:

د قومندان جان احمد او افغان ځواکونو تر منځ جگړه هغه مهال پیل او وغزیده، چې امنیتي ځواکونو په بایانو سیمه کې د وسلو یوه خوندي زیرمه کشف او له منځه یوړه.

دغه راز د پروان بازار بند دی او د پروان – مزار لویه لار د ترافیکو په وړاندې تړل شوې ده.

ویل کیږي، چې د دغه قومندان وسلوال په ډاډه زړه په ښار کې گرزي.

د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزی پېښه تائیدوي؛ خو له جزیاتو ډډه کوي.    

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندوز کې درې کسان د انسان تښتونې پر تور ونیول شول

(Last Updated On: February 18, 2020) د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې درې …