په پاکستان کې نیول شوې شربت ګل به ژر خوشې او هېواد ته ستنه شي- زاخېلوال

(Last Updated On: اکتوبر 27, 2016)

%d8%b4%d8%b1%d8%a8%d8%aa-%da%ab%d9%84%d9%87

په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال  وایي، چې شربت ګله به ژر خوشې شي.

دغه افغانه جینۍ، چې د نشینل جیوګرافیک په مجله کې یې چاپ شوي عکس نړیوال شهرت خپل کړ، په پاکستان کې د جعلي پېژندپاڼو د جوړولو په تور نیول شوې ده.

د شربت ګل د جعلي اسنادو جوړولو قضیه په خیبر پښتونخوا ایالت کې دوه کاله مخکې ترتیب شوې ده.

د شربت ګل عکس، چې نړیوال شهرت یې تر لاسه کړی؛ د لومړي ځل لپاره په نولس سوه څلور اتیا کال کې پېښور ته نږدې د کډوالو په یوه کمپ کې ستیف مک کوري اخیستی و او د نشنل جیوګرافي مجلې په لومړي مخ کې یې چاپ کړی و.

پاکستانيو چارواکو ویلي، چې شربت ګله به د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ممکن له اووه تر څوارلس کلونو بند او نقدي جریمې سره مخ شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وایي؛ هڅې یې پیل کړي، چې دغه جینۍ ژر آزاده شي او خپل هېواد ته به بېرته ستنه شي.

زاخېلوال په فیسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې؛ له ولسمشر محمد اشرف غني به وغوښتل شي، چې دې جینۍ او کورنۍ ته یې یو کور ورکړي او ډاډه دی، چې ولسمشر به یې دا غوښتنه ومني.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …