عاجل خبرونه

په پاکستان کې نیول شوې شربت ګله په ضمانت خوشې کیږي-چودري نثار

(Last Updated On: October 31, 2016 11:46 am)

_92157751__92096450_sharbat

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هغې افغان میرمنې په ضمانت د خوشې کولو امر کړی، چې په نولس سوه پېنځه اتیاوم کال کې یې د کډوالۍ پر مهال اخیستل شوی انځور نړیوال شهرت خپل کړ.

نوموړې د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودو په تور په پېښور کې نیول شوې وه.

رپوټونه وايي، هغې د دغه جرم تر سره کول رد کړي دي.

ښاغلي نثار ویلي، شربت ګله پر بشري دلایلو خوشې کېږي؛ خو نه غواړي، چې اړوند قضیه یې پای ومومي، ځکه په تړاو یې یو شمېر چارواکي په اداري فساد کې پر ښکېلتیا تر شک لاندې دي.

نشنل جیوګرافیک مجلې خبریال د هغې اخیستل شوی انځور په ۱۹۸۵ کال کې د یادې مجلې پر لومړي مخ خپور کړ، هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه.

نشنل جیوګرافیک چینل په ۲۰۰۲ کال کې د هغې د شنو سترګو له امله یو مستند فلم هم جوړ کړ، چې ورپسې بیا دغه افغان میرمنه د افغانستان د جګړې “مونالیزا” په نوم مشهوره شوه.

د دغه انځور اخیستونکی سټیف میککري د هغې نیول کیدل له انساني حقونو سرغړونه بللې ده.

په پاکستان کې افغان سفیر عمرزاخېلوال تېره ورځ ویلي وه ، چې شربت ګله غیر قانوني نیول شوې او د خوشې کولو هڅې به یې روانې ساتي.

شربت ګله بي بي په ۱۹۸۴ کال کې د جګړې پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وه او د پېښور په ناصرباغ کمپ کې اوسیده.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …