عاجل خبرونه

په پاکستان کې د طالب مشر له تدریس او وینا پرده پورته شوې

(Last Updated On: اکتوبر 10, 2016)

vlcsnap-2016-10-10-11h44m49s126

د وسلوالو طالبانو مشر د پاکستان د کویتې ښار د کچلاغ سیمې په الحاج جومات کې تدریس او خلکو ته تبلیغ کړی دی.

سره له دې، چې پاکستانیو چارواکو څو ځلې په خپله خاوره کې د طالب مشرانود ځپلو ژمنه کړې؛ خو دا دی کویتې ته نږدې د طالبانو د مشر له تدریس او تبلیغ څخه پرده پورته شوه.

که څه هم تر دې دمه د کچلاغ په اړوند سیمه کې د ملا هبت الله اخندزاده له اوسیدنې څه نه دي ویل شوي؛ خو پلویانو او طالبانو یې رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې نوموړي په الحاج جومات کې وینا او تدریس کړی دی.

د رویترز د لیکنې له مخې؛ دا کار به پر پاکستان هغه فشارونه ډېر کړي، چې په خپله خاوره کې یې د وسلوالو طالبانو په وړاندې جدي کار نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا د دفتر یو ویاند ویلي، چې اوس په داسې یو دریخ کې نه دی، چې د طالب مشرانو د اوسیدو ځای تائید کړي.

ملا هبت الله د طالب مشر ملا اختر محمد منصور، چې د امریکا په یو هوایي برید کې ووژل شو؛ ځایناستی شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت او پوځ تر دې دمه په پاکستان کې د طالب مشر د ځای په اړه د نظر څرګندونه نه ده کړې.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …