په ټاکنیز نظام او جوړښت کې به ژر سمونونه را منځته شي

(Last Updated On: October 25, 2014)

vlcsnap-2014-10-25-16h53m57s26

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، په نږدې راتلونکې کې به په ټاکنیز نظام کې د بدلونونو لپاره یو کمیسیون جوړ شي.

د حکومت اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د دې کمیسیون د جوړېدومسولیت یې په خپله غاړه دی او ژر به په ټاکنیز نظام او جوړښت کې سمونونه را منځته شي.

نوموړي دا څرګندونې د کابل د شمالي سیمو له قومي مشرانو سره په یوې ناسته کې وکړې.

د عبدالله عبدالله په خبره د همدې مقصد لپاره به په لومړي ګام کې یو کمیسیون جوړ شي.

اوس چې شاوخوا یوه میاشت کیږي چې ټاکنیز جنجالونه پای ته رسیدلي؛ خو لا هم د ټاکنیزو مبارزو په مهال خبرې مطرح کیږي. محمد محقق که څه هم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پیاوړې ولسي ډله بولي، خو د ملي یووالي د حکومت جوړېدل هم یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

 

عبدالله عبدالله دې ناسته کې د ملي یووالي حکومت واحد ټیم وباله او ویي ویل، په پنځو راتلونکو کلونو کې به د قانون د حاکمیت، د امنیت د ټینګښت، متوازنې پراختیا او د عادلانه سولې د ټینګښت په برخو کې هڅې وشي.

ښاغلی عبدالله ژمنه کوي چې خلکو ته ورکړل شوې ژمنې به عملي کړي. د ښاغلي عبدالله په وینا، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې په جوړېدو هم کار روان دی.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …