عاجل خبرونه

په واشنگټن كې له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكو په اړه خبرې شوي

(Last Updated On: سپتمبر 10, 2011)

امریکايي او افغان چارواکي له افغانستان سره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو پرڅرنگوالي او یوې موافقې ته د رسېدو په لپاره پردوه ورځنیو خبرو بوخت دي.

د يو شمېرنړيوالو رسنيو په حواله دواړه خواوې  له ۲۰۱۴ع كال وروسته د افغا نستان له اډو څخه د امريكايي پو ځيانو د استفادي د څرنگوالي  پرشرايطو د نظر اختلاف لري.

په دې خبرو کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۱۷)  پیل شوې وې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د ملي امنیت شورا رييس او د ولسمشر سلاکار رنگین دادفر سپنتا کوي.

دا افغان پلاوى د امریکا د بهرنیو چارو له  وزیرې هيلري كلنټن، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانگړي استازي مارک گراسمن او د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشراوباما خاص مرستیال ډاگ لوټ سره له دوه زره څوارلسم كال وروسته د دواړو هېوادونو پر ستراتيژيكو اړيكو خبرې كوي.

ويل كيږي په دې خبرو كې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيك سند د لاسليك كېدو لپاره د لارې د پرانيستل كيدو هڅي هم وشي.

د امريكا د بهر نيو چارو وزارت وايي، چې:

د افغانستان او امريكا ترمنځ ستراتيژيك سند به د دواړو هېوادونو د ژورو اړيكو او اوږد مهالو همكاريو تگلورى څرگند او په ډاگه كړي.

د نړيوالو رسنيو د رپو ټ له مخې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري كلينټن او د افغا نستان د ملي امنيت رييس رنگين داد فراسپنتا له يو بل سره كتلي او د دواړو هېوادونو ټيټ پوړيو مقا ماتو په سپينه مانۍ او د امريكا په بهر نيو چارو وزارت كي  خبري كړي.

اسوشيټيډ پريس رپوټ وركړى، چې دواړه خواوې اوس هم له ۲۰۱۴ ع كال وروسته د افغا نستان له اډو څخه د امريكايي پو ځيانو د استفادې د شرايطو پر سر اختلاف لري .

ويل شوي، چې:

سربېره پردې به، دواړه هېوادونه د امنيت، حكومتدارۍ، اقتصاد، ټولنيزې پراختيا او سيمه ييزو مسايلو په اړه هم خبرې وكړي.

دا خبرې په داسې حال كي كيږي، چې د ۲۰۱۰ ع كال د مي په مياشت كې د امريكا ولسمشر بارك او باما او د افغا نستان ولسمشر حامد كرزي ژمنه كړې وه، چې د افغانستان او امريكا د ستراتيژيك گدون پر همكارۍ به گډه اعلاميه تازه كړي

About ATN News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.