عاجل خبرونه

په واشنگټن كې د افغانستان د خپلواكۍ ۹۲ كليزه په ځانگړيو مراسمو ونمانځل شوه

(Last Updated On: September 17, 2011)

په هغه غونډه كې، چې په همدې وياړ جوړه شوې وه؛  په امريكا كې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو تر څنگ يو شمېر امريكايي چارواكو او د افغانساتان د سوداگرۍ وزيرانوارالحق احدي گډون درلود، په ياده غونډه كې  د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى مارك گروسمن وايي، چې:

امريكا په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينگښت لپاره ژمنه ده.

په واشنگټن كې د آريانا راډيو – ټلويزيون خبرياله نذيره عظيم كريمى څرگنده كړې، چې:

په امريكا كې د افغانستان د آزادۍ د ۹۲ غونډې كوربه توب په دغه هېواد كې د افغانستان د سفارت چارواكو په غاړه درلود .

په ياده غونډه كې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو تر څنگ د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي ليون گروسمن، د افغانستان د سوداگرۍ وزير، د افغانستان د كورنيو چارو پخواني وزيرعلي احمد جلالي او په امريكا كې يو شمېر مېشتو افغانانو برخه درلوده .

په غونډه كې يو شمېر افغان تاريخي آثار او ملي كالي، چې ښځو او نجونو اغوستي وه د غونډې رنگ بدل كړى و.

غونډه په امريكا كې د افغانستان د سفير محمد اكليل حكيمې له خوا ميلمنو ته په ښه راغلاست پيل شوه او زياته يې كړه :

په داسې حال كې، چې اوس هم يو شمېرستونزې شته، خو بيا هم افغانان د خپل هېواد د خپلواكۍ ۹۲ كليزه نمانځي .

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي، چې په واشگټن كې يې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو او د  يو شمېرافغان او امريكايي ډيپلوماټانو ترمنځ خبرې كولې وويل، چې:

امريكا په تېرو څو كلونو كې كوښښ كړى، چې له ترهگرۍ او ترهگرو سره جدي مبارزه وكړي او دا هڅې  به همداسې روانې وي .

نوموړى وايي، چې:

امريكا په افغانستان كې د سولې د راوستو او د يو پياوړي حكومت رامنځته كولو ته هم ژمن دى .

د افغانستان د سوداگرۍ وزيرانوار الحق احدي، چې د امريكا د سوداگرۍ د خونو په بلنه امريكا ته تللۍ د افغانستان د راتلونكې لپاره يې خوښي او هيله ښكاره كړه.

په امريكا كې د افغانستان د خپلواكۍ ۹۲ كليزه په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې اوس هم دا هېواد له ناامنيو او تاوتريخوالي سره مخ دى.

د غونډې برخه والو هيله وښوده، چې د امنيتې ستونزو او تاوتريخوالو په ختيمدو به دا مراسم په نور هم په شاندره توگه تر سره شي

About ATN News

Avatar

Check Also

په غور کې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي

(Last Updated On: June 18, 2019)امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د غور ولایت د …

Leave a Reply

Your email address will not be published.