عاجل خبرونه

په هېواد کې شاوخوا دیارلس میلیونه وګړي بېکاره دي

(Last Updated On: September 7, 2015)

دوی چې د کابل له دارالامان څخه د ولسي جرګې تر ودانۍ پورې لاریون وکړ حکومت یې تورن کړ چې د اوزګارو کسانو له پاره کاري زمینې نه برابروي. دوی څرګنده کړه چې په میلیونونه افغانان او هغه ځوانان چې لوړې زده کړې لري بېکاره دي خو حکومت دغې ستونزې ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

لسګونه افغان ځوانانو په یوه لاریون کې د بې روزګارۍ پرضد برخه واخيسته. دوی وایي اوسمهال په هېواد کې ډېری ځوانان وزګار دي او د ملي یووالې حکومت باید دوی ته جدي پاملرنه وکړي.

د بېکارۍ په وړاندې د عمومي خوځښت مسوول احمد جواد طیب آريانا نيوز ته وويل: «بېکارۍ د دې هېواد د بدبختۍ لامل دی او ډېری ځوانان له دې ستونزو سره مخامخ دي او دا ستونزه د ډېرو ځوانانو د ژوند د له منځه وړلو لامل ګرځېدلې.»

یو شمېر نور لاریون کوونکي له هېواده د تېښتو، کډوال کېدو او په نشه يي توکو د اخته کېدلو یوازینی لامل بېکاري بولي.

د مرکزي احصایې د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا دیارلس میلیونه وګړي بېکاره دي او درې میلیونه وګړي په نشه يي توکو اخته دي.

خبرياله: نبيله حفيظي

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندوز کې درې کسان د انسان تښتونې پر تور ونیول شول

(Last Updated On: February 18, 2020) د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې درې …