عاجل خبرونه

په هېواد کې د ۶۴۳۱ ټاکنیزو مرکزونه امنيت ډاډمن دی

(Last Updated On: January 12, 2014 7:56 pm)

امنيتي بنسټونه وايي، چې درې نوي په سلو كې به د ټاكنيزو مركزونو امنيت خوندي كړي. د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په باب د امنيتي بنسټونو په رسمې راپور كې راغلي، چې نا امني د ټاكنو لپاره د لويې ستونزې په توګه نده مطرح.

د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په باب د افغانستان د امنيتي ارګانونو ارزونه او رسمي رپوټ تر لسو ورځو ځنډ وروسته په ډاګه شو.

د امنيتي بنسټونو د ارزونې له مخې ټاكنې به د هېواد په زياترو سيمو كې په امنه فضا كې  تر سره شي.

امنيتي بنسټونه وايي، چې له شپږ زره اته سوه څلور پنځوس مركزونو څخه به د شپږ زره  څلور سوه يو دېرش مركزونو امنيت ډاډمن وي، خو د دوى ارزونې ښيي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو كې څلور سوه څوارلس ټاكنيز مركزونه نا امن دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې نا امني د ټاكنو په وړاندې د يوې ستونزې په توګه نده مطرح.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او د پلیو ځواكونو عمومي قومندان مراد علي مراد وایي، چې افغان ځواكونه پياوړي شوي او په تېرو څو كلونو كې يې ښې تجربې تر لاسه كړې دي.

امنيتي بنسټونه په داسې حال كې د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په باب خپل وروستی رپوټ وړاندې كوي، چې  ټاكنو لپاره څه باندې درې مياشتې پاتې دي.

About Ariana News

Check Also

د چهارشنبې پر ورځ په هند کې سوداګریز نړیوال نندارتون جوړیږي

(Last Updated On: September 11, 2018 7:15 pm) د چهارشنبې پر ورځ د هند په …