عاجل خبرونه

په هېواد كې د كارموندنې ملي پروګرام د پراختيا هڅې روانې دي

(Last Updated On: سپتمبر 13, 2016)

akbarrostamy_770425036

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزات د خپلو پرمختيايي ملي پروګرامونو په لړ كى دا ځل د كارموندنې ملي پروګرام پيلوي.

د كليو پراختيا وزارت وايي،دغه پروګرام به د هېواد له ۱۵ ولایتو نو څخه ۳۴ ولایتونو ته پراختیا وموي او په دې به د هېوا د په ۶۱۰۰ کلیوالي سیمو کې نوې پروژې پیل شي.

د کلیو پراختیا وزارت وايي؛ د کارموندنې د ملي  پروژې لګښت، چې ۴۲ میلیو ن امریکا يي دالر کیږي پېنځه كاله دوام كوي او د امریکا متحده ايالاتو، انګلستان، آلمان او یو شمېر نورو مرستندویه هېوادونو له خوا ورکول کیږي.  

د کلیود بيارغونې اوپراختیا وزارت ویانداکبر رستمي وایي؛ موږ۸۵۰ انجینران روزلې، چې اړوند سیمو ته ولاړ شي او له خلکو سره په مشوره پروژې ځانګړي او د ۶۱۰۰ پروژو کارونه پیل شي.

اکبر رستميپه ډاګه کړه، چې تر اوسه په  ۱۷ ولایتو نو کې ملي پیوستون پروژې بشپړې شوي او د رواني میلادي میاشتي تر پایه به مو د هېواد ټولي پروژې بشپړې شي.

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې د ملي پيوستون پروګرام له لارې،چې د هېواد په كچه په  ۳۶ زره کلیوالي سیموکې ۸۴ ملیارده افغانیو په لګښت پروژې پلي شوې  او لسګو نه زره کسانو ته يي لنډ مهاله کارو نه هم برابر کړي وه.

خبریال: اسلم حجاب.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …