عاجل خبرونه

په هندي کشمير کې ګرځبندیز لګول شوی

(Last Updated On: سپتمبر 18, 2016)

vlcsnap-2016-09-18-08h53m50s142

د هندۍ غاړې کشمير په نژدې ټولو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

دا ګام وروسته له هغې واخیستل شو، چې په سرینګر کې د ښوونځي د یوه زدکوونکي جسد د مرميو له ټپونو سره وموندل شو.

د ناصر شفيع په نامه دغه ماشوم د تېرې جمعې په ورځ لادرکه شوی و، چې تېره ورځ یې مړی وموندل شو.

د راپورونو له مخې، د وژل شوي ماشوم عمر یوولس کاله ښودل شوی.

پر ګرځبنديز سربېره د نوموړي ماشوم د جنازې په مراسمو کې په زرګونه کسانو ګډون وکړ.

راپورونه وايي، پولیسو پر هغو کسانو، چې د دغه ماشوم جنازې ته راټول شوي وه اوښلن ګاز هم کارولی دی.

د روان کال د جولای پر اتمه د يوې وسلوالې ډلې مشر برهان واني له وژل کېدو وروسته په کشمير کېحالات خراب شوي؛ ځکه، خو امنيتي چارواکو د لاريونونو او اعتراضونو د مخنيوي په موخه ګرځبنديز لګولی دی.

ویل کیږي، چې د برهان واني له وژلو وروسته په هندي کشمیر کې څه نا څه اووه زره ځوانان ټپیان شوي دي

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …