عاجل خبرونه

په هلمند کې ډېرشمېركسانو د طالبانو ليكې پريښي- قهرمان

(Last Updated On: April 4, 2016)

vlcsnap-2016-04-04-15h52m15s177

په هلمند کې امنيتي چارواكي وايي، ډېري وسلوال مخالفين پخپله خوښه له جګړې لاس په سرشوي دي.

په هلمند ولايت كې د امنيتي ځواكونو اوپراتيفي مسوول عبدالجبارقهرمانوايي، ډېر كسان اوس په دې پوهيدلي، چې د طالبانو جګړه د پرديو له پاره ده.

هغه زیاتوي، له همدې کبله اوس د وسلوالو نښتو کچه راټيټه شوې؛ شپه او ورځ په يوه او يا دوه سيمو کې لنډ مهالې جګړې رامنځته کيږي.د دې ترڅنګ ډيری وخت امنيتي سرتېري له دې کبله ډېرې ډزې کوي، چې د همدې ډزو پاتې شوني وپلوري او پيسې په لاس راوړي.

د نوموړي په وينا؛ د دې ستونزي د مخنيوي له پاره هم لاس په کارشوي دي.

په ورته وخت کې د دې ولايت له نادعلي ولسوالۍ څخه ځينې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، ۴۰ وسلوالو مخالفينو له دې کبله  دوه ورځې وړاندې د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه پريښوده، چې د مسوولينو لخوا ورته ويل شوي وه، چې د شينډنډ خپلمنځي جګړې ته ځانونه چمتوکړي؛ خو دوی له دې کارڅخه ډډه وکړه.

وسلوال طالبان بيا دا څرګندونې د دولتي لوري تبليغات بولي.

خبریال: نعمت الله زهير.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بیات پاور د حرارتي برښنا لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی

(Last Updated On: June 16, 2019)له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د پروژې لومړۍ …