په هلمند کې د ۵ ولسواليو د سقوط پلان له ناکامۍ سره مخ شو

(Last Updated On: اګست 7, 2016)

vlcsnap-2016-08-07-11h52m12s214

په هلمند کې د وسلوالوطالبانولخوا د ۵ ولسواليو د سقوط پلان له ناکامۍ سره مخ شو.

د هلمند ګڼې سيمې له تېرې يوې اوونۍ راپه ديخوا د درندو جګړو شاهدې دي، چې په ترڅ کې يې دولتي لوري له ځينو سيمو شاتګ کړی او وسله والو مخالفينو ته يې درنده مرګ و ژوبله اړولې ده.

د هلمند والي د يوې خبرې ناستې پرمهال وويل؛هغوی پلان درلود، چې په يوه وخت د هلمند ۵ ولسواليو ته سقوط ورکړي او لويه جغرافيه په خپله ولکه کې راولي، خو امنيتي ځواکونو يې په وړاندې ودريدل، چې نه يوازې يې د هغوی موخې ناکامې کړې، بلکې درنده مرګ و ژوبله يې هم وراړولې ده.

هلمند والي حیات الله حیات هلمند، دولت او وسلوالو مخالفينو ته مهم بولي او وايي؛ په هیڅ صورت به دا ولايت د وسلوالو طالبانو ولکې ته ونه لويږي.

هغه زیاتوي، په دې جګړه کې ۲۹۶ وسلوال طالبان، ۳۳ دولتي سرتېري وژل شوي، ۱۳۵ وسلوال طالبان او۴۱ دولتي سرتېري ټپيان دي.

د نوموړي په خبره؛ هلمند، دولت او وسلوالو طالبانو دواړو ته ستراتژيک ارزښت لري، نو له همدې کبله نړيوال تروريزم هڅه کوي دا ولايت ترخپلې ولکې لاندې راولي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردوقومندان ډګرجنرال محمد معيين فقير وايي،وسلوالو طالبانو د دې جګړې د ګټلو له پاره له ۱۴ ولايتونو څخه جنګيالي راټول کړي وه، خو له ماتې سره مخ شول.

د دوی په خبره؛ وسلوال طالبان د جګړې د قوانينو بر خلاف له دوه تکتيکونو کار اخلي، چې له يوې خوا بې شمېره ماينونه په کليو او بانډو کې ځای پرځای کوي او له بلې خوا د خلکو په کورونو کې سنګرهم نيسي، چې له امله يې د دوی عمليات ټکني کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د ځانګړیو ځواکونو د ډلې جوړیدو په اړه اندېښنې رامنځته شوي.

خبریال: نعمت الله زهير.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …