عاجل خبرونه

په هلمند کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

(Last Updated On: April 02, 2016 3:02 pm)

vlcsnap-2016-04-02-14h56m17s131

په هلمند کې د کتلوي معافيت آمر وايي، چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ نوې پيښه ثبت شوې ده. دې ناروغۍ هغه ماشوم په نښه کړی، چې عمر يې له پېنځه کلونو ډېراو اووه ځله هم واکسين ورکړشوي؛ خو بيا هم فلج شوی دی.

د هلمند د کتلوي معافيت آمر داکترعبدالاحد حازم وايي؛ په دې اړه له څېړنو په ډاګه شوې، چې دا ماشوم نورې ناروغۍ هم لري او د بدن دفاعي سيستم يې ډېرکمزوری دی.

د نوموړي په وینا؛ د دغه ماشوم د بدن کمزوری دفاعي سیستم د دې لامل شوی، چې د ګوزڼ ترحملې لاندې راشي.

هغه زیاتوي، په هره مياشت کې د هلمند ټولې سيمې د واکسين د کمپاینونو تر پوښښ لاندې نيول کیږي؛ خو لويه ستونزه ناامنۍ دي، چې کاري ډلې ورتللی نشي.

د نوموړي د وینا له مخې، يوازې په هغو سيمو کې واکسين نه شي کولی، چې عملا په کې جګړه روانه وي.

هغه له ټولو کورنيو غواړي، چې په هرډول حالاتو کې خپل ماشومان د واکسين ډلو ته ورولي او واکسين یې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې ناروغۍ تېر ميلادي کال هم د دغه ولايت په خانشين كې يو ماشوم فلج کړی و.

خبریال: نعمت الله زهير

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …