عاجل خبرونه

په هلمند کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۵۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: April 11, 2016)

Helmand

د دوشنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د هلمند د واشيرولسوالۍ اړوند د دلخک په سيمه کې  یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د ترانسپورت ریيس عبدالغفور توخی وايي، چې په دې پېښه کې د صدابهارشرکت اړوند ۳۰۳ موتر، چې له نيمروز څخه د کندهار پر لور روان و د زيات سرعت له امله چپه شوی؛ ۷ کسان مړه شوي او۴۰ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون  په کې ټپیان دي.

د هلمند د ترافيکو مدير ميرزاخان روحاني وايي، چې پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

په لښګرګاه کې د بېړنی روغتون داکتران وايي،له دې ترافيکي پېښې څخه دوی ته ۴۸ زخميان راوړل شوي او ۸ کسان مړه دي، چې ټوله مرګ وژوبله ۵۶ کسانوته رسيږي

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …