عاجل خبرونه

په هلمند کې د وسلوالو په وړاندې شپني عمليات بريالي دي

(Last Updated On: دسمبر 12, 2015)

vlcsnap-2015-12-12-14h29m21s7

په هلمند کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې له هغې وروسته د شپني عملياتو لړۍ پيل شوه، چې په دې وروستيوکې گڼې مرکزي سيمې د وسلوالو طالبانو ولکې ته ولويدې.

 

په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورنجنرال معيين فقير وايي؛ له نوروامنيتي ارگانونوسره کلکه همغږي رامنځته شوې او خپلو تاکتيکونوته  مو هم  بدلون ورکړی، چې مثبتې پايلې ترې تر لاسه شوې دي.

 

هغه زیاتوي، په دې لړ کې ۵۶ طالب قومندانان له نورو گڼو طالبانو سره ژوندي نيول شوي دي.

 

د هغه په وینا؛ د وسلوالو طالبانو په منځ کې داسې کسان هم شته، چې سخته جگړه کوي اوتراوسه پورې ژوندي نه دي نيول شوي.

 

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده هم د وسلوالوطالبانوپه منځ کې له دغو کسانويادونه کوي؛ خو وايي، چې شپني عمليات اتيا سلنه بريالي دي او بايد وغزول شي.

 

د قول اردو د مسوولينو په وينا؛ تردې مهاله د شپني عملياتو په لړ کې د وسلوالو طالبانو د مهماتو لويې زيرمې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

 

دغه راز په نوزاد ولسوالۍ کې د وسلوالو زندان هم مات شوی، چې لسگونه زندانيان ترې راخوشي شوي دي.

 

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …