عاجل خبرونه

په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د پرمختګ مخه نیول شوې

(Last Updated On: اګست 13, 2016)

vlcsnap-2016-08-13-15h56m49s131

چارواکي وایي، په هلمند کې له تېرو دوه اوونيو راهیسې وسلوالو طالبانو په نادعلي، مارجه، خانشين، ناوه او ګرمسير ولسواليو کې پراخه بريدونه وکړل، چې په کې يې پيل شوې جګړه د يادو شويو ولسواليو مرکزونو ته ورسوله.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي؛ له تېرو درې ورځو راهیسې امنيتي ځواکونه توانيدلي، چې په يادو شويو سيمو کې د وسلوالو طالبانو د نور پرمختګ مخه ونيسي.

هغه وايي، چې همدا اوس اوس په ګرمسير، ناوه او نادعلي کې د امنيتي  ځواکونو لخوا عمليات روان دي، چې په ځينو سیمو کې يې پرمختګ هم کړی دی.

هغه زیاتوي؛ د جمعې د شپې او ورځې راپه ديخوا د هلمند- کندهار د لويې لارې د خلاصولو عمليات هم پيل شوي، چې ياده شوې لار خلاصه شوې او د دې لارې په اوږدو کې عمليات اوس هم روان دي، چې په راتلونکي کې دا لار له کوم ګواښ سره مخ نه شي.

د هلمند یو شمېر اوسيدونکي، چې د جګړې له سيمو کډوال شوي وايي، د کورنيو غړي يې له لاسه ورکړياو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره که، دا جګړه همداسې روانه وي؛ ښايي ستونزې نورې هم ډېرې شي، خو دولت بايد داسې لارې چارې وکاروي، چې له امله يې د دې جګړې لمنه ټوله شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ولایت د جګړو له کبله سلګونه خلک کندهار او نورو ګاونډ ولایتونو ته کډه شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خبریال: نعمت الله زهير

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …