په هلمند کې د نفوذي طالبانو شتون په چارواكي اندېښمن كړي

(Last Updated On: August 7, 2014)

helmand

د هلمند د مارجې ولسوالۍ د ملي پوليسوپه ليكوكې د نفوذي طالبانوشتون په چارواكوكې اندېښنې راپورته كړې دي.

د مارجې ولسوال احمد شفيع سوله مل وايي، چې وسله وال طالبان غواړي د بېلابېلوهڅوله لارې ددې ولسوالۍ اوځينو نوروسيموامنيت گډوډ كړي.

د نوموړي په وینا، دا ځل يې د ملي پوليسوليكوته لار پيدا كړې اودې چارې سخت اندېښمن كړي يو.

هغه زياتوي، چې په دې اړه لوړپوړي چارواكي هم خبرشوي اوهيله من یم، چې ددې ستونزې په مخنيوي كې به كوټلي گامونه پورته كړي.

نوموړی وایي: نه یوازېدا چې ستونزو اندېمن کړی یو، بلكې ورځ تربلې په ځينوسيموكې امنيتي ستونزې اووسله وال بريدونه د ډېريدوپه حال كې دي.

په دې اړه د هلمند سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زي رحمتي ددغو اندېښنې د زياتيدوترڅنگ وويل، چې:

اوسمهال د يوځانگړي طرزالعمل له مخې هغه كسان، چې د ملي پوليسوپه ليكوكې شامليږي د بايومتريك له سيستم څخه له تېريدووروسته د پوليسوپه ليكوكې شامليږي، چې د همدې ستونزې د مخنيوي په موخه ياد شوى گام پورته شوى دى.

د نوموړي په وينا، په مارجه ولسوالۍ كې پراخې اوچټكې څېړنې روانې دي اوددې ستونزې لمن به ټوله شي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيوكې د دولت وسله والومخالفينوددې ولايت په ځينوسيموكې وسله والونښتواوخوځښتونوته زوروركړى دى.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه

(Last Updated On: January 22, 2020)ولسي جرګه له ډېرو ناندریو وروسته بریالۍ شوه، چې د …