عاجل خبرونه

په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۴ ملکي و ګړي را خلاص شول

(Last Updated On: April 4, 2016)

بندیانبندیان --

په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۱۴ ملکي وګړي آزاد شوي او د زندان ۴ مسوولین ونیول شول.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دغه ریاست ځانګړیو قطعاتو په یو لړ عملیاتو کې، چې د ګرشک ولسوالۍ پر دشت شور سیمه تر سره شوي؛ د طالبانو د زندان د مسوول ملا مظلومیار۴ تنه اړوند کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو کسانو له نیولو سره د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون ۱۴ تنه ملکي وګړي له زندان څخه خوشې شول.

په خبر پانه کې راغلي؛ د طالبانو له زندانه د تنکیو ماشومانو آزادیدو په ډاګه کړه، چې د دغه زندان مسوول ملا مظلومیار ترې جنسي غوښتنې درلودې.

دغه راز ویل شوي، چې له نیول شویو کسانو وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني ښار کې د نوملیکنې ۲۴ مرکزونه بند دي

(Last Updated On: June 17, 2019)په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، د …