عاجل خبرونه

په هلمند کې د داعش د یوه لوی قومندان په گډون ۴۶ تنه نیول شوي

(Last Updated On: February 1, 2015)

افغان طالبانو د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د داعش د یوه لوی قومندان په گډون شپږ څلوېښت تنه په دې تور نیولي، چې دې ډلې ته یې خلک جذبول.

د لویدیځو خبري رسنیو د راپور له مخې افغان طالبانو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د داعش قومندان ملا عبدالروف خادم نیولی دی.

خادم، چې په وروستیو اوونیو کې یې په کجکي ولسوالي کې له طالبانو سره خونړۍ جگړې کړې وې، اوس د طالبانو د محکمې پرېکړې ته ائ شوی دی.

له نوموړي سره شپږ څلویښت تنه نور هم نیول شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …