عاجل خبرونه

په هلمند کي د جګړو پرلامل سلګونه کورنى کندهار ته کډه شوي

(Last Updated On: August 13, 2016)

vlcsnap-2016-08-13-10h04m41s16

د کندهار ولایت او ولسوالیو ته راکډه شوې ۳۶۰ کوزنۍ په ډاګه کوي، چې، که څه هم له هلمند څخه کندهار ته ټولي راغلي لاري تړل شوې دي؛ خو دوی په ډېرو سختو لارو ځانونه دلته رارسولي دي.

په کندهار ښار او ولسواليو کي ميشتې کورنۍ په هلمند ولایت کې د جګړو پر لامل د کورونو پريښودو ته اړشوي دي او دا مهال په سختو اقتصادي حالاتو کي د ناهيلۍ شپي تېروي.

 د دې کورنيو مسوولين وايي، چي د راکډه شويو کورنيو شمېر شاوخو زر کورنيو ته رسيږي .

د کندهار د کډوالو چارو رياست مرستیال هدایت الله ابدالی وايې، چي د بې ځايه سويو کورنيو له پاره د مرستو په جذب بوخت دي او سرې مياشتي يو شمير کورنيو ته د سرپنا زمينه هم برابره کړې ده .

د سرې مياشتي د رضاکار کارکوونکي نعمت الله مسافر په وينا؛ ډېر ژربه له امکاناتو سره سم په دي برخه کي اقدام وکړي.

په هلمندکېطالبانو يو شمېر ولسوالۍ نيولي او دا مهال د مرکز لښکرګاه په څنډو کي په جګړو بوخت دي، چي له کبله يې د لښکرګاه د سقوط اندېښنې هم زياتي شوې دي .

که څه  هم د کندهار او هلمند تر منځ غزيدلې لار د ترافيکو پر مخ بنده ده؛ خو بيا هم خلک له نورو لارو کندهار ته کډي رالیږدوي. 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په دوه ویشت ولسوالیو کې د تقویتي نوملیکنې بهیر ندی تر سره شوی

(Last Updated On: July 15, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په دوه ویشت ولسوالیو …