عاجل خبرونه

په هلمند ولایت کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: April 25, 2016)

helmand

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د  اړوند امنيتي پوستې ۳ پوليس وژل شوي او څلورنور ټپيان دي.

د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي، چې په ياده سيمه کې د دوشنبې په شپه د وسلوالو طالبانو لخوا کمين نيول شوی و، چې په کې دری پوليس وژل شوي او څلور نورټپيان دي.

د دغې ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې یادشي وايي، چې ياده شوې پېښه د دوشنبې په شپه د دې ولسوالۍ په آبپاشک سيمه کې د طالبانو د يونفوذي کس لخوا رامنځته شوې، چې له کبله يې لس پوليس ځای پرځای په ډزو وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره مخ شوې

(Last Updated On: December 13, 2019)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، …