عاجل خبرونه

په هلمند ولایت کې د طالبانو پر زندان هوایي برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: اګست 26, 2016)

vlcsnap-2016-08-26-10h15m41s109

د حکومت یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: تېره شپه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو پر زندان هوایي برید شوی، چې په کې د ملي اردو سرتېرو او پولیسو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

هغه څرګنده کړه، چې دغه برید د نادعلي ولسوالۍ لویدیځ لوري ته تر سره شوی؛  د ملي اردو ۱۷سرتېري، ۶ پولیس او د زندان د مسوول کوکو اغا په ګډون۲ طالبان وژل شوي دي.

 د سرچینې په وینا؛ په دې هوایي برید کې یو ماشوم او یو طالب هم ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي؛ دغه برید د بهرنیو ځواکونو بې پیلوته الوتکې کړی دی.

هغه دا هم وویل؛ په دې برید کې د ملي اردو او پولیسو هغه سرتېري وژل شوي، چې څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ په ناقل آباد او یو شمېر نورو سیمو کې یې ځانونه وسلوالو طالبانو ته سپارلي وه.

د هلمند والي حیات الله حیات د وسله والوطالبانو د زندان په نښه کيدل نه مني او  وسله والوطالبانوتردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …