عاجل خبرونه

په هلمند كې د وسلوالو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي

(Last Updated On: October 15, 2016 2:50 pm)

vlcsnap-2016-10-15-14h46m18s226

د هلمند د مرکز لښکرګاه په شاوخوا سيمو کې د دولتي ځواکونو لخوا له هغې وروسته چاڼيزعمليات پيل کيږي، چې د تېرو شاوخوا دوه اوونيو راپه ديخوا وسلوالو طالبانو د لښکرګاه پرامنيتي کمربندونو ګڼ بريدونه وکړل.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزی وايي، چې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د لښکرګاه په شاوخوا سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي او په تېرو درې ورځو کې د توپچي اوهوايي بريدونوپه لړ کې له ۱۳۰ زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، په هلمند کې ټول امنيتي ځواکونه په پوره همغږۍ خپل عمليات او پوځي دندې پرمخ بيايي او هغه آوازې حقیقت نه لري، چې ګواکې په دې ولايت کې د جګړې مشري امريکايي ځواکونوته سپارل شوې ده.

په دې ولايت کې د بست ۵۰۵ زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وايي،پوځي پلانونه د پلي کيدو په حال کې دي؛ د وسلوالو طالبانو د بريدونو وخت پای ته رسیدلي او په پرله پسې دول د دې ولايت په بيلابيلوسيموکې خپل عمليات پخپله رهبري کوي او د وسلوال طالبان تر بشپړځپلو به روان وي.

هغه وايي، وسلوالو طالبانو د خپل ټول ځواك په كارولو ونه شو کولی، چې لښکرګاه ښارته دننه شي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره ورته درنده مرګ و ژوبله واوښته او په ډېرو سيمو کې په شا وتمبول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په شپه هم د لښکرګاه پرامنيتي کمربند خال خال بريدونه شوي؛ خو ښکېلې خواوې کوم پرمختګ نه لري.

خبریال: نعمت الله زهير

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …