عاجل خبرونه

په هلمند د امريکا بې پیلوته الوتکو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: March 26, 2016)

vlcsnap-2016-03-26-09h20m48s209په هلمند کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د امريکا د بې پیلوته الوتکو په دوه بريدونو کې لسگونه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

په هلمند کي د پولیسو ۵۰۵ زون قومندان پاسوال عصمت الله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې وويل، چې لومړی برید په نادعلي ولسوالۍ کې تېره ورځ سهارمهال شوی، چې په وينا يې دېرش وسلوال وژل شوي دي.

ښاغلى دولتزی څرګندوي؛ په دوه يم بريد کې، چې تېره ورځ ناوخته د مارجې ولسوالۍ پر اړوند سیمه تر سره شوی شاوخوا اویا تنو وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده

په سم لاسي توگه په افغانستان کې بهرنېو ځواکونو د دې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم طالبانو د افغان چارواکو ادعاوو ته غبرگون ښودلى.

په دې وروستیو کي افغان او بهرنیو ځواکونو د هلمند په یو شمېر سیمو کي هوایي عملیات پیل کړي، چې چارواکي يې تر ډېره بریالي بولي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د …