په هرات کې ٣۵ وسلوال طالبان وژل شوي

(Last Updated On: مې 14, 2016)

vlcsnap-2016-05-14-12h03m21s18

په هرات کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ  په نښته کې ٣۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هرات والي وياند جیلاني فرهاد ويلي؛ د دغه ولایت په شينډنډ ولسوالۍ کې د دولت ضد وسلوالو يوه اندازه وسايط هم له منځه وړل شوي دي.

د هرات والي وياند وايي، په شينډنډ کې د طالبانو دوه سيالو ډلو هم په خپلو کې جګړه کړې او دواړو لوريو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د هرات چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د وروستيو عملياتو په پایله کې، چې مخکې په شينډنډ کې شوي، د طالبانو جنګي قوت يې ختم کړى او ټولې سيمې ورڅخه نيول شوې دي.

About Ariana News

Check Also

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

(Last Updated On: دسمبر 15, 2018) په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د …