تېر ماښام په هرات ښار کې ناڅرګندو وسلوالو موترسایکل سپرو یوه د منځني عمر لرونکې ښځه په ډزو وژلې ده.
په هرات کې چارواکي وایي، پېښه د هرات ښار په حقیقت سړک کې نور روغتون ته نږدې رامنځته شوې ده.
د هرات ولایت پولیس وایي، وژل شوې ښځه په رکشا کې ناسته وه، چې د برید کوونکیو د برید موخه وګرزیده.
د دې ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي وایي، د پېښې د ترسره کوونکیو د پېژندنې په موخه څېړنې روانې دي.
د هرات په مرکزي روغتون کې داکتران وایي؛ وژل شوې ښځه سکینه نومیږي، چې پر سر څو مرمۍ لګیدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې په تېره یوه میاشت کې د دغه ښار ۹ کسه د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ترور شوي دي.