عاجل خبرونه

په هرات ښار کې د ګاز ډبې چاودنې ۵ کسه ټپیان کړل

(Last Updated On: جنوري 5, 2017)

herat

په هرات کي د ګاز ډبی د چاودنې له امله پېنځه کسه ټپیان شوي دي.

دا چاودنه نن سهار د هرات ښار د رنګینه پله په سیمه کي رامنڅته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه بټیاري(نانوايی) کې رامنځته شوې ده.

د بټیاري کارکوونکیو ویلي، چې ګاز ډبه نوې اخیستل شوې وه؛ ښایي ډبه د ټیټ کیفیت د لرلو پرلامل  چاودیدلې وي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند رفیق شېرزی وایي، له دې پېښې روغتون ته پېنځه ټپیان رالیږدول  شوي، چي د دوه کسو روغتیایي حالت نازک او د اندېښنې وړ دی.

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …