عاجل خبرونه

په هرات كې نوماند داكتر عبدالله عبدالله خلكو ته خپله تگلاره روښانه كړه

(Last Updated On: اپریل 2, 2014)

د سې شنبې په ورځ(د وري ۱۲) د هرات په سپورتي لوبغالي كې د داكتر عبدالله عبدالله زرگونه پلويان راټول شوي ول.

دغو خلكو ته داكتر عبدالله عبدالله وويل، چې كه زمونږ تيم بريالى شي په دې ولايت كې به پاتې شوې او نيمگړې پروژې بشپړې شي او په ځانگړي توگه به د هرات د سلما بند او د سمنټو فابريكه ورغوو.

ده زياته كړه:

كار به اهل كسانو ته وسپارو او په دغه ولايت كې به ځوانانو ته كاري زمينې برابرې شي.

د دغه ولايت د لويې تجارتي لارې د امنيت لپاره ځانگړې پاملرنه د هغه د خبرو بل مهم ټكى و.

هغه ډاډ څرگند كړ، چې په ټاكنو كې به درغلۍ نه كيږي.

ټاكل شوې، چې د راتلونكې شنبې په ورځ(د وري۱۶) به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې تر سره شي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …