په هرات ولايت كې نن سهار ( د غبرگولي ۲) درېنيمې بجې وسلوالو بريدكوونكيو د هند پر قونسلگرۍ وسلوال بريد پيل كړ.
د گزارشونو له مخې، د بريدكوونكيو او دولتي ځواكونو تر منځ له پيله تر دې دمه جگړه روانه ده.
ويل كيږي، چې دا بريد قونسلگرۍ ته د ورڅيرمه ودانۍ څخه پيل شوى دى.
خبري سرچينو ويلي، چې له امنيتي ځواكونو سره د پېنځو گړيو په دې روانه نښته كې درې بريدگر وژل شوي او سيمې ته ورڅير ودانيو ته هم زيانونه رسيدلي دي.
ويل كيږي، چې تر دې دمه د څو چاودنو غږ اوريدل شوى او د قونسلگرۍ څو كاركوونكي هم ژوبل شوي دي، خو له ځاني تلفاتو څه نه دي ويل شوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه چا د دغه روان بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې.