په نورستان كې د يوه محلي هوايي ډګر د جوړولو چارې پېل شوې

(Last Updated On: March 20, 2013 9:20 pm)

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په نورستان ولايت كې د هوايي ډګر موجوديت د خلكو يوه لويه اړتيا ده او په همدې موخه يې دغه ولایت کې د هوایی ډګر د جوړېدو اقدام كړى دی.

د ترانسپوټ او هوايي چلند وزارت مرستيال جاروالله منصوري له يو شمېرانجنیرانو سره نورستان ته د دې لپاره سفر وكړ ترڅو دغه ولايت كي ديوه محلي هوايي ډګرد سروې چارې پېل كړي.

د ترانسپورت وزارت مرستيال  جارالله منصوري وايي:

په نورستان كې د هوايي ډګر جوړول يوه لويه اړتيا وه اوهمدې اړتيا ته په پام يې ورته هغه دوه مليون ډالره ځانګړې كړي، چې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت له خوا دغه ولايت ته ځانګړي شوي دي.

د نورستان والي  تميم نورستاني وايي:

د امنيتي ستونزو او هوايي ډګر د نشتوالي له امله به خلك اړ وو، چې ورځې ورځې انتظار وباسي او يا هم  په نا امنو لارو سفر وكړي.

د نورستان والي زیاته کړه، چې دا كار به د دغه ولايت په پرمختيايي چارو هم ښه اغېزه ولري.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې په ورته غځېدلو لارو يې امنيتي ستونزې رامنځ ته كېږي.

About Ariana News

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …