په ننگرهار کي د علي بابا شرکت درې تنه ټپیان شوي

(Last Updated On: February 4, 2016)

Nangarharپه جلال آباد کې د لاسي بم د چاودنې له کبله د علي بابا شرکت درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي.

د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د علي بابا شرکت د ساتوونکیو په لاس کې ددوی له خپل یو لاسي بم څخه په تيروتنه کیلي وتلې او چاودنه یې کړې، چې له کبله یې د شرکت درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي؛ ټپیان د جلال آباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي، چې د یوه یې حالت نازک او د دوه تنو یې ښه دی.

 

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …