په ننگرهار كې پوليسو يو محلي سوداگر د كانال د ځمكو د غصب په تور نيولى

(Last Updated On: January 14, 2016 11:42 am)

vlcsnap-2016-01-14-11h30m43s105

د ننگرهار ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وایي، غلام فاروق نومی سیمه ییز سوداگر د کانال د ۲۵ هکتار ځمکو د غصب په تور نیول شوی دی.

 

نوموړی زیاتوي، دا سوداگر د خلکو له اندېښنو او د یو شمېر رسنیو له څرگندونو وروسته ونیول شو.

 

ښاغلي شېرزاد په ډاگه کړې، چې د ځمکو د دغه غاصب دوسیه بشپړه شوې او نن به څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

 

د نوموړي په وینا؛ په بهسود ولسوالۍ کې یو بل غاصب هم نیول شوی، چې ځانته ملک وایي او له ۱۳۸۴ل کال یې ۳۵ جریب ځمکه غصب کړې ده.

 

هغه وایي دا به هم له څېړنو او پلټنو وروسته څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.  

 

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …