عاجل خبرونه

په ننگرهار كې وسلوالو دوه سیمه ییز پوليس وژلي او اووه نور ټپيان دي

(Last Updated On: October 3, 2015)

خوږباڼی

د ننگرهار د خوږياڼیو ولسوال ډډك زلمى وايي، چې نن سهار شپږ بجې د دې ولسوالې د وزيرو په سيمه كې د گرم خېلو پر پوسته برید شوى.

هغه زیاتوي؛ په دې بريد كې دوه سیمه ییز پوليس وژل شوي، پېنځه ټپيان او يو يې ژوندى نيولى دى.د خوږياڼيو د روغتون مسوولين وايي، چې له دې پېښې دوه مړياو د پېنځه سیمه ییزو پوليسو په گډون ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.

د خوږياڼيو ولسوال په ډاگه کړې، چې د نورو ځواكونو له رارسيدو سره پوسته بېرته د پوليسو لاس ته ورغلې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د طالب بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا له تخنیکي ستونزو سره مخ شو

(Last Updated On: April 4, 2020)د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلې په څلورمه ورځ هم …