عاجل خبرونه

په ننگرهارکې ځونانانو د جگړې ښکيلوغاړو ته د سولې انځوریز پیغام وړاندې کړ

(Last Updated On: مې 1, 2015)

NANGARHAR_01_05_2015_PASHTO_SOT.avi_snapshot_00.10_[2015.05.01_20.12.13]

په ننگرهارکې یوشمېر ځونانانو دشعر او انځور په ژبه دجگړې ښکيلوغاړو ته دسولې پیغام وړاندې کړی.

دوی د یوې مشاعرې او انځوریز نندارتون په جوړلو د جگړې پرښکليلوغاړو غږ کړی، چې افغان وژنه بنده او وسله پرځمکه کیدي.

په جلال آباد کې ختیځ ادبي بهیرله تیرو څلور کالونو راهیسې هره جمعه د ختیځو ولایتونو گڼ فرهنگپال راټولیږي،مشاعرې کوي او له شته ناخوالوڅخه دوتلو لپاره دشعرپه ژبه بېلابېلې لارې په گوته کوي.

بهیروالو پخپل نوښت د بېلابېلو انځورگرانو گڼ هغه انځورونه نندارې ته ايښي، چې د روانې جگړې ناخوالې، د گاونډوهيوادونو مداخلې، دپوهې ټیټه کچه، پرښځوتاوتریخوالي او بې عدالتي ښيي.

د نندارتون یوې څنډې ته شاعرانو دهیواد د روانو حالاتو پرتاثر شعرونه ویل او له اوسنیو بدوحالاتو یې سرټکولو.

یو شمير شاعرانو او لیکوالو د جگړې له ښکلېلو خواوو د وسلې ایښودل وغوښتل.

د ختیځ ادبي بهیر لیکوال او شاعران وايي، دا انځوریزنندارتون به دوې اوونۍ خلکو ته پرانستی وي.

ختیځ ادبي بهیر له دې وړاندې د گڼولیکوالویاد غونډې، نمانځغونډې، دکتاب مخکتنې او دسولې په نوم مشاعرې جوړې کړې دي.

بهیروال وايي، دفغالیت اصلي هدف یې ادب ته خدمت دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …