په ننګرهارکې لس روغتیایي پروژې پيل شوې

(Last Updated On: اکتوبر 2, 2016)

vlcsnap-2016-10-02-09h50m19s136

د شنبې په ورځ په جلال آباد کې د روغتیا په برخه کې د لس پرژو چارې پیل شوې.

د هېواد د ختیځ په کمپلیکس کې د ننګرهار د طبي علومو انستیتوټ لپاره یوه ودانۍ او په همدې ځای کې د فاظمة الزهرا روغتون لپاره یوه ودانۍ  د سعودي عربستان په مرسته جوړیږي.

دغه راز په حوزوي روغتون کې د نسايي ولادي لپاره یوه  ودانۍ او د اچین ولسوالۍ د روغتون لپاره یوه ودانۍ دهند په مرسته جوړیږي.

 همدارنګه د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ په اشفان او د هسکې مېنې په پېوې کنډو سیمه کې د سیمه ییزو روغتونو لپاره ودانۍ د افغان حکومت په مرسته جوړیږي.

vlcsnap-2016-10-02-09h49m41s16

د افغانستان د روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز وايي، د دې  ټولو پروژو مالي لګښت اووه اعشاریه پېنځه میلیون دالرکیږي.

د یادو پرژو د بنسټ د ډبرو مراسمیو ته د سعودي سفیر او په جلال آباد  کې د هندوستان کونسل هم بلل شوي وه.

په افغانستان کې د سعودی عربستان سفیرمسفرعبدالرحمن الاغاصبویلي؛ هېواد یې له افغان حکومت سره د اړیکو د پراخوالي او په بېلابېلو برخو کې د نورو ورته پروژو د پلي کیدو نیت لري، چې  ډېر ژر به اعلان شي.

د هغه په وینا؛ سعودي عربستان غوره ګڼي، چې له افغانسان سره خپلې اړیکې ډېرې غښتلې کړي.

هغه د افغان پارلمان مسوولینو، افغان ولسمشر او نورو سیاسي مشران  سعودي ته د سفر بلنه ورکړه او دا یې هم په ډاګه کړه، چې ګڼشمېر افغان محصیلنو ته به د تحصلي برسونو زمینه هم برابره شي.

د ننګرهاروالي سلیم خان کندوزي د دواړو هېوادونو له مرستې د مننې تر څنګ په نورو برخو کې ترې د پروژو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لال محمد دراني هم د روغتیا له وزیر او مرسته کوونکیو هېوادنو څخه په ځینو برخو کې مرسته وغوښته.

هغه وویل؛ پر ننګرهارد راستنیدونکیو ګډوالو فشار ډېر دی او باید ګرځنده روغتونونه جوړ شي.

ده له مرستندویه هېوادونو څخه وغوښتل، چې د جوماتونو او مدرسو په جوړولو کې مرسته وکړي.

دمګړۍ د ننګرهار په روغتونو کې د تشکیل کموالی، د بې کیفیته درملو شتون، د درملو او امبولانسونو کموالی او په ځینو سیمو کې د نویو روغتونو اړتیا د سترو ستونزو په توګه یادیږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …