په ننګرهارکې د نارنج ګل پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه

(Last Updated On: March 26, 2016 1:39 pm)

vlcsnap-2016-03-26-11h45m38s63پسرلی ننګرهار ته رارسیدلی او د نارنج گل وږمې هرې خوا خورې  شوې دي.

په تيروکلونو کې به د نارنج ګل مشاعره په بڼونو کې له سهاره وه؛ خو سږکال(۱۳۹۵) د وري په شپږمه د حصارشاهي په ولسي کرکت لوبغالي کې  جوړه او په همدې نوم سیمه ییزو چارواکو ته سهار موسیقي وغږیده او ماسپښین شاعرانو او فرهنګیانو ته مشاعره و شوه.

سږ کال د شعرونو ژبه پر نیوکو نه، بلکې د سولې او پرمختګ پرلارو چارو راټوله وه.

هېوادنی فرهنګي اسدالله دانش وایي، د مشاعرې ګډونوال او شاعران خوښ دي، چې مشاعره د حکومت له انحصاره ویستل شوې؛ خو د سږنۍ مشاعرې وخت لږ او بې نظمي یې ډېره وه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس اورنګ صمیم وايي، چې سږنۍ مشاعره له نورو کلونو ډېره ښه وه.

هغه زیاتوي؛ د دې ولسي میلې او پسرلنۍ مشاعرې رهبري، چې هرډول تکړه سړي ته ورپه غاړه شي، حالاتو او مجبوریتونو ته په کتو به ترې اړینه ده، چې یوڅه بې نظمه کیږي.

 ننګرهار د ادب، فرهنګ او پوهنې خادمانو؛ د علم او ادب ځانګو  نومولې ده.

فرهنګیان، لیکوالان او شاعران وايي، که په دې ولایت کې د نارنج ګل په څير د دودیزې مشاعرې او میلې ادبي غونډې سمې رهبري نه شي؛  یو وخت به د ننګرهار دا نوم له خارو سره خاورې او د وخت په تېریدو به د نارنج ګل میله او مشاعره هم بیخي هیره او له پامه وغورزول شي.

پېنځه لسیزې وړاندې د ختیځ شاعرانو او فرهنګيانو د نارنج ګل د درناوي په موخه په همدې نوم د پسرلنۍ ملې او مشاعرې بنسټ كيښود، چې تراوسه هرکال د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره نمانځل کیږي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …