په مصر كې څه ناڅه ۲۲۴ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده

(Last Updated On: اکتوبر 11, 2011)

د مصرلومړي وزير د تلې په ۱۸پر خلکو غږ كړى، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حسني مبارک  له واکمنۍ  وروسته، د  خونړيو نښتو په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي اوڅه نا څه ۲۰۰ تنه  زخمیان شوي دي.

د مصر لومړي وزيرپه خپلې ټلويزيونې وينا كې ويلي، چې:

د تاوتريخوالي داسې پېښې د حسني مبارک له واکمنۍ وروسته د ډیموکراسۍ پر لوري د مصر حرکت ته خڼډ پېښوي.

دا په داسې حاې كې ده، چې د قاهرې په مرکز کې تېره شپه  پرگرځيدو بنديز اعلان شوی و ، خو د قبطي عیسویانو پریوه کلیسا د بريد له لامله سخت دریځو اسلامي ډلو د مصر د امنیتي ځواکونو پرضد اعتراض پيل كړاو دا اعترض وروسته پر تاوتريخوالي بدل شو.

رپوټونه وايي، چې:

پراعتراض کوونکيو پطرولي بمونه او کاڼي ور وویشتل شول، موټرو ته اورونه اچول شوي او گډوډۍ د  تحریر تر څلور لارې ورسېدې.

دا په داسې حال كې ده، چې په مصر کې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د قبطي عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ ناکرارۍ مخ په زیاتیدو دي.

About ATN NEWS

Check Also

مولانا حامد الحق د سمیع الحق ځایناستی شو

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018) پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې د جمعیت العلماء اسلام …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.