په مزارشریف ښار کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: October 16, 2016)

vlcsnap-2016-10-16-15h03m15s193

د بلخ ولایت پولیس وايي، د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د روصې مبارکې د لویدیځ لوري د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر سړک په ماین چاودنه کې درې کسه ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه کسه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د بلخ ولایت د پولیسو قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وایي، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې له سیمې یو رنجر موتر د تېریدو په حال کې و.

ویل کیږي ، چې چاودنه څه نا څه ځواکمنه وه او د سړک د دواړو غاړو د پلورنځیو ښیښې ماتې شوي دي.

د بلخ ولایت اوسیدونکي له چاودنې اندېښمن شوي او په دې اړه د امنیتي مسوولینو د بشپړې پاملرنې غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په بلخ ولسوالۍ کې ورته چاودنې ۱۵ کسه ووژل او نږدې ۶۰ نور ټپیان دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هرات په ولایتي شورا کې نښتې یو کس تپي کړ

(Last Updated On: June 15, 2019)په هرات ولایت کې یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، …