په مزار شریف ښار کی د تکواندو اتلوالی جام پېنځم پړاو سیالۍ د عبدالعلی مزاری د وژل کیدو د ۲۱ تلین په مناسبت د شنبې په ورځ پیل شوې.
د بلخ تکواندو فدراسیون مسوول سید بشیر رسا وایي، چی دا سیالۍ به د دوه ورځو له پاره دوام ولري او له ۲۰۰ لوبغاړیو ډېر د جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، تخار، بغلان، بدخشان او قندز له ولایتونو ګدو ن کړی دی.
د بلخ لوبغاړی نویدالله وایي؛ د دی لوبو یو شمېر ګډونکوونکي توانیدلي، په لومړی مرحله کی لومړی مقام خپل کړی او وروستۍ لوبې ته لار يبدا کړي.
د جوزجان لوبغاړی محمد انور ساپیوايي،چی په ولایتونو کی د میدانونو نشتوالي او دی ورزشی څانګی ته د دولت نه پاملرنې ستونزې رامنځته کړي او د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده .
په بلخ کی د تکواندو فدراسیون مسوولین وایي، چی هر کال د نوروز په را رسیدو دا لوبې په لار اچول کیږی د دوی په وینا؛ په بلخ ولایت کی همدا اوس له ۲۰۰ ډېر د دی ورزشی څانګی لوبغاړي تمرین کوي .