عاجل خبرونه

په ليبيا كې د انساني بحران خبرې راپورته شوې

(Last Updated On: September 10, 2011)

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د ليبيا په سرت او بن وليد ښارونو كې انساني وضعيت بحراني شوى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره شپه په سرت ښار كې د ښكېلو غاړو په جگړو كې يو شمېركسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي، چې د بن وليد او سرت په ښارونو كې د څښاك اوبو، خوراكي توكو، برېښنا او درملو ته لاسرسى محدود شوى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې د پنجشنبې په شپه(د وږي په ۱۷) د سرت ښار په څنډو كې د قذافي د پلويانو او وسله والو ياغيانو ترمنځ سخته جگړه شوې ده.

رپوټونه وايي، چې دواړو لوريو ته مرگ و ژوبله اوښتې، خو كره شمېره يې نده معلومه.

داسې بريښي، چې د قذافي پلويانو په دغه سيمه كې سختې جگړې ته ځان چمتو كړى وي

About ATN News

Avatar

Check Also

امریکا دې په افغانستان د عراق تجربه نه تکراروي ـ جنرال پتریوس

(Last Updated On: August 10, 2019)په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قومندان ویلي؛ امریکا …

Leave a Reply

Your email address will not be published.