عاجل خبرونه

په لوګر ولایت کې پراخه تفریح سیمه جوړېږي

(Last Updated On: March 31, 2016)

vlcsnap-2016-03-31-10h37m49s8

د لوګروالي په نوښت د دغه ولایت د مرکز د میر ابدال په غره کې پراخه تفریح سیمه جوړیږي.

د دغه پارک د چارو د پیل په مراسمو کې د پنجشنبې په ورځ(د وري ۱۲) د نورو چارواکو تر څنګ د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې معین محمد واصل بازغ، د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا غړیو، د دولتي ادارو مشرانو او په سلګونه لوګر میشتو ګډون کړی و.

د میر ابدال غر د تاریخي او ښکلي طبیعي جوږښت له کبله بشپړ ملي او فرهنګي ارزښت لري؛ خو تر اوسه ورته لازمه پاملرنه نده شوې.

د لوګر والی محمد حلیم فدایي په خپله وینا کې وویل، دا به یو ستر ملي، فرهنګي او عایداتي پارک وي چې لوګر ته به یې هر کال ډېره ګټه رسېږياو د لوګر پر اوسیدونکیو سربېره به د شاوخوا ولایتونو اوسیدونکي هم د تفرېح له پاره لوګرته راځي.

فدايي زیاتوي، د دې پارک چارې په نارسمي بڼه یو میاشت مخکې په حشر  پیل شوې، چې د لوګر د دولتي ادارو غړیو او نورو لوګریانو په کې برخه درلوده او له دې وروسته به هم د دې تفریح سیمې ډېرې چارې په حشر ترسره کېږي.

د لوګر والي وویل، چې دلته به یو عصري میلمستون د ناستې ځایونه د غره لوړو برخو ته زینې جوړیږي او نوراړوند اړین کارونهبه تر سره شي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې معین محمد واصل بازغ د تفریح سیمې جوړېدل د چاپېریال ښکلا ته ډېر اړین بولي او د والي محمد حلیم فدایي دا نوښت ستایي.

دغه راز د میرابدال په غره کې په سلګونه ډولي(زینتي) نیالګي هم کېنول شوي، چې هره دولتي اداره د خپل پرسونل په اندازه د دغو نیالګیو په پالنه کې برخه اخلي او کله، چې لوګر ته وارداتي برېښنا راورسېږي هغه وخت به بیا د دې نیالګیو د خړوبولو چارې په برښنا ترسره کېږي.

همدارنګه د لوګر اوسیدونکي د والي له دغه نوښت خوښ دي او په لوګر کې د داسې یو پارک جوړېدل ډېر ګټور بولي. 

په لوګر کې له دې مخکې د تفریح او نندارې له پاره دومره پراخ او مناسب ځای نه و؛ خو اوس مو دا ستونزه حل شوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …