په كندهاركې ديني علماوو د سولې په اړه د بشپړواك غوښتنه وكړه

(Last Updated On: October 10, 2011)

پاكستان په افغانستان كې د سولې د راوستو په اړه دوه مخى سياست چلوي او رښتينى كارنه كوي.

دا څرگندونې په كندهار كې  د سويلي حوزي لوړ پوړيو چارواكو، په سلگونه قومي مشرانو او ديني علماوو په يوه پراخه غونډه كې وكړې.

غونډه، چې د سولې راوستو په اړه له ديني عالمانو څخه د مرستې غوښتلو په موخه جوړه شوې وه؛ د كندهار، زابل، روزگان، نيمروز، هلمند او دايكنډي ولايتونو واليانو، قومي استازيو او ديني عالمانو گډون كړى و.

په دې غونډه کې ديني علماوو وويل:

دننه په افغانستا ن کې داسې څوک، چې په رښتيا د سولې کولو اختيار ولري نشته.

جميل څپاند د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې:

په دې غونډه كې د سويلي حوزي تنظيمه رييس اسدالله خالد، كندهار والي توريالي ويسا او د سويلي حوزې د ولايتونو حكومتي، قومي استازيو او ديني علماوو سپينې خبرې وكړي.

اسدالله خالد او توريالي ويسا د افغانستان د ناامنيو ريښه له پاكستان څخه غځيدلې وبلله او ويې ويل، چې:

پاكستان په افغانستان كې له څو لسيزو راهيسې مداخله كوي او په لوى لاس بل كړي اور ته لمن وهي؛ طالبان روزي او تل د افغانستان په اړه دوه مخى سياست چلوي.

د سويلي حوزې د ولايتونو نور واليان او چارواكي د سولې د نه راوستو په اړه د پرمختگ نه كولو لوى لامل د پاكستان مداخله ياده كړه او له هغه هېواد څخه يې په ټينگه او تنده لهجه وغوښتل، چې د خپلو گټو لپاره افغانان اور ته وانه چوي.

د حوزې اړوند قومي مشرانو او ديني علماوو د هېواد پرديني علماوو نيوكه وكړه، چې د نورو پرمختگونو په اړه لكه د بې علمۍ ، وروسته پاتيوالي او اقتصادي كمزورۍ په له منځه وړلو كې  هم بې تفاوته پاتې شوي دي.

يو شمېرديني علماوو وويل، چې:

په افغانستان كې د سولې كولو لپاره څوك نشته؛ ځكه ځينې كسان د دولت او ځينې نورد طالبانو په واكنمنۍ كې ژوند كوي او دواړه لوريو ته د پرېكړې كولو واك نه وركول كيږي.

ديني عالمانو له دولته وغوښتل، چې په خپل هېواد كې ديني مدرسې جوړې او خپل ځوانان په نورو هېوادونو كې زده كړو ته اړ نه كړي؛ ځكه هغوى بده استفاده ترې كوي او د افغانانو پرضد يې روزي.

ديني علماوو د سولې په اړه د بشپړواك غوښتنه وكړه او په ټينگه يې وويل:

كه يې دولت او بهرنيان په كارونو كې مداخلې ونه كړي؛ نو د دولت په غوښتنه به مخالفين سولې كولو ته راوبولي.

هغوى پر دولت نيوكه وكړه، چې د سولې لپاره يې كارونه تشريفاتي بڼه لري او يوازې د غونډو جوړل كافي نه گڼل كيږي.

About ATN News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …

Leave a Reply

Your email address will not be published.